۰

دفاع وزارت: په یوه شپه ورځ کې ۱۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
 ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په یوه شپه ورځ کې ۱۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د کب ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په کندهار، اروزګان، هرات، ننګرهار، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، افغان ځواکونو په یادو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د مخینوي عملیات درلودل، چې په ترڅ کې یې ۸۲ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ځینو پټځاینونو او یوه اندازه وسلو او مهماتو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د طالبانو ۷۴ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت دا خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د راپورونو له مخې له پرون راهیسې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

ځینې امیني سرچینې وايي، د ولسوالۍ مرکز سقوط کړی خو امنیتي چارواکي وايي، سیمې ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي او په دولتي ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا ځانګړو ځواکونو له هوا او ځمکې پر طالبانو بریدونه پیل کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي