۰

دفاع وزارت: کندهار کې ۵۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: کندهار کې ۵۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د کب ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د کندهار په میانشین، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، په یادو درې واړه ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزرت وايي، په دې ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای، څلور موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کابو دریو میاشتو کې په کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

دفاع وزارت پرون اعلان وکړ، چې په تېر کال کې په جګړو کې ۱۸ زره طالبان وژل شوي او ۱۰ زره نور ټپیان شوي دي.
 
جمهورخبري


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي