۰
د ملګرو ملتونو راپور ته د امنیت شورا غبرګون!

طالبان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي، د ارقامو په ټولو کې باید دقت وشي

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه وروستي راپور ته غبرګون ښودلی دی.
طالبان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي، د ارقامو په ټولو کې باید دقت وشي
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه وروستي راپور ته غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا وايي، افغان دولت د ټولو اړونده نړیوالو ادارو قدرداني کوي، چې د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو په برخه کې کار کوي.

خو په وینا یې د افغان دولت غوښتنه دا ده، چې د راقامو په راټولولو کې پورته دقت وشي، ځکه افغان حکومت په ټولو عملیاتو کې د ملکي خلکو ژوند ته زیاته پاملرنه کوي.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی ان له ډېرو عملیاتو په دې خاطر ډډه کوي، چې د ملکي خلکو سر او مال ته په کې خطر وي.
 
سرچینه زیاتوي، دا چې طالبانو او ټولو تروريستي ډلو تل عام او ملکي وګړي او د هغوی کورونه سپر ګرځولي؛ نو د ملکي تلفاتو لامل کېږي.
 
ملي امنیت شورا وايي، د يوناما په راپور کې طالبان د ۴۶ سلنه ملکي تلفاتو عاملان ګڼل شوي، خو په حقيقت کې د طالبانو مسووليت تر دې هم ځکه لوړ دی چې په افغانستان کې يې اکثريت ترهګرو ډلو ته د فعاليت زمينه برابره کړې ده.
 
خبرپاڼه زیاتوي، طالبانو په قطر کې د سولې له خبرو سره هممهاله په کابل او نورو ولايتونو کې د خبريالانو، مدني ټولنو او بشر د حقوقو پر غړيو بريدونه روان ساتلي چې د سولې، پخلاينې او بشري ښېګڼو اوچتېدونکي غږونه غلي کړي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنيت شورا په تېر مېلادي کال کې د ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنيوي په موخه د ملکي تلفاتو د مخنیوي پالیسي، د ملي دفاع وزارت د ملکي تلفاتو او د هوایي ضرباتو پالیسي، د والیانو په مشري په ټولو ولایتونو کې د ملکي تلفاتو د دقیق راپور ورکولو کوچني ټیمونه، د ملکي مرګ‌ژوبلو د قضیو د تعقیب طرحه، په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې د کابل په کچه د ملکي تلفاتو د مخنیوي نوي یونټونه، د شپنیو او ځانګړو عملیاتو لپاره ځانګړی طرزالعمل او میکانیزم جوړ کړي دي.
 
ملي امنیت شورا زیاته کړې، چې تر دې تګلارو ور ها خوا هم د دوی هڅه تل د خپل ولس ساتنه ده او د تروريستي ډلو په مقابل کې به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام لري.
 
د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو پرون په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړ او په کې ویلي دي، چې قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په راپورکې ویل شوي وو، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تر درې زره ډېر ملکیان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر ملکیان ټپيان شوي دي، چې ډېر برخه کې یې په څلورمه ربع کې رامنځ ته شوې.

په دې راپور کې طالبان د ۴۵ سلنه، افغان ځواکونه ۲۲ سلنه، بهرني ځواکونه یو سلنه او داعش ډله د ۸ سلنه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسووله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي