د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان له بهرینو چارو وزیرسره کتلي

5 حوت 1399 ساعت 13:52

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب او ښاغلي کاملوف لیدنه نن سه شنبې د کب ۵ مه له غرمې وروسته کابل کې شوې ده.

د ملي امنیت شورا پر فسبوک پاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزه موضوعاتو او اړیکو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د امنیت د پیوستون، سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې به یو له بله همکارۍ زیاتوي.

په غونده کې دا ژمنه هم شوې، چې افغانستان او ازبکستان به له ترهګرۍ، نشه يي توکو، او نشه يي توکو له سوداګرۍ سره هم په ګډه مبارزه او همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com