۰

افغانستان کې هم د کرونا واکسین د تطبیق عملي برنامه پیل شوه

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۴
د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د کرونا واکسین د تطبیق عملي لړۍ پیل شوه او په لومړي ځل یوې افغان خبریالې انیسه شهید ته دا واکسین ورکړل شو.
افغانستان کې هم د کرونا واکسین د تطبیق عملي برنامه پیل شوه
د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د کرونا واکسین د تطبیق عملي لړۍ پیل شوه او په لومړي ځل یوې افغان خبریالې انیسه شهید ته دا واکسین ورکړل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د واکسین د تطبیق لړۍ نن سه شنبې د کب ۵ مه د ولسمشر غني، لوړ پوړو دولتي چارواکو، پارلمان د مشرانو او کابل کې د هند د سفیر وینی کمار په شتون کې پیل شوه.

د دغه لړۍ په پیل کې د رسنیو، امنیتي ځواکونو او روغتیايي سکتور استازو ته په لومړي ځل د کرونا ضد واکسین ورکړل شو.

دا واکسین د هند هېواد له خوا د افغانستان سره مرسته شوی او د پیل د لړۍ په مراسمو کې ولسمشر غني د هند له دغه مرستې څخه مننه وکړه.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د کرونا لومړۍ خپه په افغانستان کې په خورا ښه توګه مهار کړل شوه خو په وینا یې لا هم د دغه ویروس دویم څپه شته، چې نوې بڼې یې راپورته شوې دي.

خو په وینا یې په دواړو څپو کې افغانستان وتوانېده، چې خپله ټولنه او اقتصادي په ښه توګه مدیریت کړي او دا ځل به د واکسین کابو ۴۰ سلنه هم په ډېره ښه توګه تطبیق کړي.

افغان ولسمشر و ویل، سره له دې چې تر اوسه په ۱۷۲ هېوادونو کې د کرونا واکسین تر اوسه نه دی پیل شوی خو افغانستان نن دا لړۍ پیل کړه، چې د ډېرې خوښی ځای دی.

نوموړي له هند څخه په مننې زیاته کړه، چې له افغانستان سره د هند د دولت له لوري د کرونا واکسین مرسته ښي، چې دغه هېواد د افغانستان د بیارغونې او بنسټیزو پرژو تر څنګ د بشر دوستانه مرستو او کرونا سره د مبارزې په برخه کې هم قوي همکاري کوي.

دغه مراسمو کې کابل کې د هند سفیر وینی کمار و ویل نړیوال نظام لا هم د کرونا سره د مبارزې او واکسین په برخه کې لازمه همبستګي نه لري او د کرونا ضد واکسین تولید یوه رقابتي میدان په نړۍ کې بدل شوی دی.

ښاغلي کمار له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې هند دغه واکسین افغانستان ته د نړیوال همبستګي له مخې کړی دی.

د هغه په وینا هند تر اوسه پورې ۲۳ میلیون ډوز کرونا ضد واکسین همکاره او دوستو هېوادونو ته ورکړی او په پام کې لري، چې د دغه واکسین تطبیق نړیوال کړي.

باید و ویل شي، چې د هند له خوا د کرونا ضد واکسین پنځه میلیونه ډوزه دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راورسېده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، دا واکسین به په لومړیو کې افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو، روغتیايي کارکوونکو او د رسنیو کارکوونکو ته تطتبیق کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي