۰
ملګري ملتونه:

د جګړې ښکېل لوري دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات وکړي.
د جګړې ښکېل لوري دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبرا لاینز پر خپله ټوېټر پانه کړې دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې به د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنۍ راپور نن سه شنبه د کب ۵ مه خپور کړي او په وینا یې د دغه راپور هدف دا دی، چې ښکېلو مسولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه سپموي.

یوناما له دې مخکې ویلي و چې دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د وړم ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همدا راز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی و.

یوناما داسې وخت خپل کلنی راپور خپروي چې وروستۍ لږ تر لږه شپږ میاشتې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ځینو لویو ښارونو کې بې شمېره مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو ګڼ تلفات اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي