ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ په عملیاتو کې په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د هئروئینو یوه لویه فابریکه له منځه وړل شوې او لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د درېیمې لوا د قوماندان جنرال محمد کریم نیازي له قوله وايي، د طالبانو د هئرویینو دغه لویه فابریکه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې کشف او له منځه وړل شوې ده.
قوماندان نیازي ویلي د دغه کارخانې د ویجاړولو تر څنګ افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو زر بوجۍ چرش هم سوځولي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۱۵۰ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی ۱۲۰ کړۍ ماینونه هم شنډ کړی شوي دي.
د سېلاب قول اردو د درېیمې لوا قوماندان دا نه دي ویلي، چې دا عملیات څه وخت تر سره شوي خو وايي، نشه يي توکي د طالبانو یوه تر ټولو ستره عایداتي سرچینه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل