۰
افغان حکومت:

د امریکا او طالبانو تړون د سولې په برخه کې اغېزمن نه وو

دوشنبه ۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون د سولې په برخه کې اغېزمن نه و او نه یې هم جګړه ختمه کړه.
د امریکا او طالبانو تړون د سولې په برخه کې اغېزمن نه وو
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون د سولې په برخه کې اغېزمن نه و او نه یې هم جګړه ختمه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون یکشنبې د کب ۳ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوحې تړون کې له افغان حکومت سره اړینې مشورې نه دي شوې او له همدې امله دا تړون د سولې په برخه کې اغېزناک تمام نه شو.

ښاغلی اندړ وايي، په دغه تړون کې داسې اصطلاحات کارول شوي، چې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت په کې ښکاري.

د ملي امنیت شورا ویاند په ټينګار سره وايي، دغه تړون ځکه اغېزناک نه و، چې نه یې وینې ودرولې نه یې جنګ ختم کړ او نه د افغانانو بدې ورځې پای ته ورسېدې.

د هغه په وینا حتا ځینې داسې اصطلاحات پکې وکارول شول چې د انساني تلفاتو اندازه ګیري په اعدادو کېده اورکم د تاوتریخوالي کمښت او نور داسې اصطلاحات چې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې ښکاري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بایډن په مشرۍ د امریکا د حکومت لوړ پوړو چارواکو هم ویلي، چې طالبانو په دغه تړون کې په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی به دغه تړون له سره و اروزي.

که څه هم امریکايي چارواکي د یاد تړون د بیا ارزولو خبر کوي، خو په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې دوی د افغانستان مسلې ته د سیاسي حل لارې په لټه کې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په لومړي ځل د مونیخ په غونډه کې د افغانستان مسلې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې له ډپلوماټيکې لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو کلک ملاتړ کوي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، چې امریکا به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل او امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي