۰

د امریکا له بهرنیو چارو وزیر له عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.
د امریکا له بهرنیو چارو وزیر له عبدالله سره پر  سوله خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښالي بلېنکن او عبدالله تلېفوني خبرې پرون شنبې د کب ۲ مه شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نېډ پرایس وینا دواړو په اافغانستان کې د امریکا د تګلارې د ارزولو په اړه بحث وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، ښاغلي بلېنکن د ښاغلي عبدالله څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه دنده مخې ته وړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د باثباته سیاسي جوړجاړي، هر اړخیز او دایمي اوربند په اړه افغان حکومت ته د امریکا د همکارۍ او ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال له عبدالله سره پر سوله او د طالبانو سره د شوې هوکړې د بیا ارزولو په اړه خبرې کوي، چې تر دې وړاندې یې هم ویلي و، چې له طالبانو سره به هوکړه ارزوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبانو په خپلو هغه ژمنو چې تاوتریخوالی به کموي، رښتینې خبرې به کوي او له القاعده سره به اړیکې پرې کوي، عمل نه دی کړی.

د هغه په وینا همدې ته په کتو د بایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره اړتیا ویني، چې د ټرمپ او طالبانو تر منځ شوې هوکړه بیا و اروزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي