۰
د جرمني لومړی وزیره:

چمتو یو تر ډېر وخت پورې افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدو

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
 د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي، که اړتیا وه، هېواد یې چمتو دی، چې خپل ځواکونه تر ډېر وخت پورې په افغانستان کې پرېږدي.
چمتو یو تر ډېر وخت پورې افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدو
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي، که اړتیا وه، هېواد یې چمتو دی، چې خپل ځواکونه تر ډېر وخت پورې په افغانستان کې پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې مېرمن مرکل دغه څرګندونې پرون شنبې د کب ۲ مهد مونیخ په امنیتي‌ کنفرانس کې  کړې دي.

نوموړې په خپلو خبرو کې د امریکا څخه مننه کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر او له طالبانو سره شوې هوکړې بیا کتنه کووي.

مېرمن مېرکل ټینګار کړي، چې که د جرمني‌ موجودیت د دغه ماموریت په بري کې مرسته کوي او دا کار موږ په داسې یو دریځ دروي‌ چې په افغانستان کې دموکراتیک او سوله خوښ ځواکونو ته یو رېښتینی فرصت برابر کړي، جرمني چمتو ده چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان پاتې شي.

د جرمني لومړی وزیرې دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې ناټو تر اوسه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، خو وايي، هره پرېګړه چې کوي، د خپلو شریکانو سره به یې په ګډه کوي.

دوی ویلي، چې له افغانستان به د سرتېرو ایستل په دغه شرایطو پورې چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي، رښتینې بین الافغاني خبرې وکړي او له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي تړاو ولري.

 ناټو او اروپايي ټولنې ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د ماموریت په اړه تر هرې پرېکړې مخکې باید دا اطمینان ترلاسه شي چې دا هېواد به بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي.

د یادونې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لویید آستن هم د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، امریکایي ځواکونه به په بېړې او نامنظم ډول له افغانستان څخه نه وځي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې کمولو لپاره دپلوماتیکو هلو ځلو ته ژمنه ده او په دې اړه به له خپلو ټولو ایتلافیانو سره مشورې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي