۰

د ګمرک او ترافیک ریاستونو لسګونه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
د کورنیو چارو وزرت وايي،  اداري او مالي فساد په تور یې د کابل د ګمرک او ترافیکو ریاست ۱۰ تنه کارکوونکي نیولي دي.
د ګمرک او ترافیک ریاستونو لسګونه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي
د کورنیو چارو وزرت وايي،  اداري او مالي فساد په تور یې د کابل د ګمرک او ترافیکو ریاست ۱۰ تنه کارکوونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په کابل کې له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، د پيسو اختلاس، غیرقانوني باج اخیستنې او همدارنګه له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه پر یادو کارکوونکو عمده تورونه دي.

دغه راز وزارت وايي، د لویو لارو ۱۳۵ تنه موظفین او د کابل د دروازو ۵۱ تنه د پولیسو او ترافیکو منسوبین هم له خپلو دندو لرې کړل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا کسان د ټراسپورتي شرکتونو له څښتنانو سره د کورنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته له دندو لرې کړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر د ټراسپورتي شرکتونو څښتنانو ته ډاډ ورکړ چې د د دوی او موټرچلوونکيو شکایتونو ته یې د رسېدنې په پار جدي ګامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي