د امریکا د سنا جرګې د ملي امنیت یوې فرعي کمېټې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان به د بهرنیو ځواکونو به بېړه ایستل خورا خطرناک کار وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې چې د ملي امنیت په اړه د سنا جرګې په لارښوونه جوړ شوي راپور بحث کولو ټینګار کړي، چې د سرتېرو ایستل به نه یوازې د امریکا لپاره بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم خطرناک وي.
د دوی په وینا که امریکایي ځواکنه له افغانستان څخه ووځي، نو ښايي دغه هېواد په کورنیو جګړو او دغه راز د هند او پاکستان تر منځ د نیابتي جګړې په میدان بدل شي.
دغه کمېټه وایي، د سرتېرو تر ایستلو وړاندې باید د افغان سولې روانه پروسه چټکه کړل شي او د حکومت او طالبانو تر منځ روان مذاکرات باید یوې ښې پایلې ته ورسېږي.
دې کمېټې ټینګار کړي، چې په بېړه د سرتېرو ایستل نه یوازې دا چې د افغانستان او امریکا لپاره ګټور نه دي، بلکې په ټوله سیمه کې به د نا امنۍ، نیابتي جګړو، نښتو، د ترهګریزو شبکو د ودې او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
د امریکا سناجرګې د ملي امنیت دغه فرعي کمېټه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه دې ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي او له هغې وروسته دې بیا د بهرنیو سرتیرو په اړه پریکړه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت او ناټو په تازه پرېکړه کړې ویلي، چې دوی به له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل