۰
د افغانستان په اړه د جوبایډن لومړنۍ څرګندونې:

د جګړې پای ته رسولو او دې ته ژمن یو، چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي

شنبی ۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۹
د امریکا ولسمشر جوبایډن تر ولسمشر کېدو وروسته په لومړي ځل د افغانستان موضوع ته نېغه په نېغه اشاره کړې وايي، امریکا له ډیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د پای ملاتړ کوي.
د جګړې پای ته رسولو او دې ته ژمن یو، چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي
د امریکا ولسمشر جوبایډن تر ولسمشر کېدو وروسته په لومړي ځل د افغانستان موضوع ته نېغه په نېغه اشاره کړې وايي، امریکا له ډیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د پای ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن چې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په انلاین بڼه خبرې کولې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د امریکا او اروپا پر غښتلې ملګرتیا ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا او متحدین یې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره افغانستان ته تللي او په افغانستان کې د راتلونکي مزل په اړه به هم له نېږدې سلا مشورې کوي.

ولسمشر بایډن ټینګار وکړ، چې امریکا له ډیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د پای ملاتړ کوي او غواړي، چې دا جګړه پاي ته ورسېږي، خو په وینا یې دې ته هم ژمنه ده، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

بایډن و ویل«تاسو متحدین له موږ سره یو ځای شوی څو له القاعده سره مبارزه وکړو، امریکا په افغانستان کې د راتلونکي مزل په اړه له ناټو متحدینو او ملګرو سره له نږدې سلا مشورو ته متعهده ده، زما اداره په کلکه له روانې ډیپلوماټيکې پروسې ملاتړ کوي، څو دا جګړه چې شل کاله یې په پوره کېدو دي پای ته ورسوي، موږ متعهده پاتې کېږو چې ډاډمنه کړو افغانستان بیا هېڅکله په امریکا متحده ایالتونو، زموږ ملګرو او زموږ د ګټو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ځای ورنه کړي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دفاع وزیر یې لوید آسټن او ناټو په خپله وروستۍ غونده کې ویلي، چې دوی به له افغانستان څخه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي