۰

افغان حکومت د ناټو د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی

شنبی ۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
که څه هم ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې د سرتېرو په ایستلو کې به بېړه ونه کړي.
افغان حکومت د ناټو د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی
که څه هم ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې د سرتېرو په ایستلو کې به بېړه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمشني ویلي، چې دوی د دغه تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر اوسه د خپلو سرتېرو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، خو په وینا یې له خپلو متحدینو سره به په دې برخه کې سلا مشورو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي»تر اوسه مو په افغانستان کې زموږ د راتلونکي حضور په اړه وروستی تصمیم ندی نیولی، خو د مۍ د میاشتې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په نژدې کېدو سره به موږ د متحدینو په توګه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړو.»

خو په ورته وخت د امریکا دفاع وزیر لوید آستن د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه او بې نظمه نه وزي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د سیاسي لارې د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي، خو په وینا یې دې پروسه کې به خپلو متحدینو سره په سلا مشوره پرېکړه کوي او له طالبانو سره کړې هوکړه به ارزوي، چې آیا ټولو لورو د توافق شرایطو ته غاړه ايښې ده که نه.

افغان حکومت د ناټو د دغه پرېکړې، چې په بېړه به له افغانستان څخه خپل سرتېري ونه باسي او د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشورو ته به دوام ورکوي، هرکلی کړی دی.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال په خپل ټوېټر لیکلي، چې افغان حکومت او ناټو د یوه ګډ ګواښ پر وړاندې کډه مبارزه کوي، او افغان حکومت د ناټو د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې«موږ او ناټو د یو مشترک تهدید پر وړاندې، ګډه مبارزه کوو، دامشترک تهدید د القاعدې په شمول ټولي تروریستي ډلې دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکي لري، د دوحې تر توافقنامه راورسته طالبانو باید دا اړیکې قطع کړي وای، خو برعکس غځولې او پیاوړې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د دوحې د هوکړې سره سم له افغانستان څخه ونوځي، دوی بیا پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي