۰

له افغانستانه د ناټو ځواکونو د ایستلو په اړه د جرمني خبرداری

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د جرمني دفاع وزیرې انګرېټ کرامپ کارین باور له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په بېړنۍ توګه وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
له افغانستانه د ناټو ځواکونو د ایستلو په اړه د جرمني خبرداری
د جرمني دفاع وزیرې انګرېټ کرامپ کارین باور له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په بېړنۍ توګه وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې د ناټو دفاع وزیرانو په انلاین غونده کې، چې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه پیل شوې او نن به هم دوام ولري دا خبرداری ورکړی دی.

نوموړي، د افغانستان د سولې خبرو دومره پرمختګ نه دی کړی، چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

مېرمن باور وايي، د سولې د خبرو پرمختګ نشتون په دې معنی دی چې موږ باید د امنیتي حالاتو بدلولو او نړیوالو ځواکونو او زموږ خپلو سرتیرو ته د خطر زیاتېدو ته تیار اوسو.

د جرمني د دفاع وزیرې ټینګار وکړ چې طالبان باید له امریکا سره د کړې موافقې د موادو د پلي کولو لپاره زیات اقدامات ترسره کړي.

د جرمنې دفاع وزیره دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن به د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې دا پرېکړه وشي، چې له افغانستان څخه سرتېري وباسي او که یې پرېږدي.

ناټو ویلي دوی به د غړو هېوادونو او ناټو متحدینو سره په ګډه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه کوي.

خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به په شرایطو پورې تړلي و، چې مهم شرط یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمول او د رښتینو مذاکراتو کول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي