۰

نړیوال بانک له افغانستان سره ۹۷.۵ میلیون ډالره مرسته تصویب کړه

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ له افغانستان سره د ۹۷.۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه او دا مرستې په پر وچکالۍ ځپلو او بې وزله کسانو و وېشل شي.
نړیوال بانک له افغانستان سره ۹۷.۵ میلیون ډالره مرسته تصویب کړه
د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ له افغانستان سره د ۹۷.۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه او دا مرستې په پر وچکالۍ ځپلو او بې وزله کسانو و وېشل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده مرسته پرون سه شنبې د سلواغې ۲۸ مه د نړیوال بانک د اجرائیوي بورډ له خوا تصویب شوې ده.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرستې به به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرونې او ځواب ورکونې سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي.

په خبرپانه کې ویل شوي، دغه مرستې سره به د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې ۲،۲میلیونو وچکالۍ او د لوږې ځپلو افغانانو ته نقدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورکړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پروژې سره به د مستحقو کورنیو د تقویې لپاره هغوی ته منظمې مالي مرستې برابرې شي او دغه راز به افغان حکومت د دې توان پیدا کړي چې د هوا د حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې او خلک به وار له مخې له طبیعي پېښو خبر کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هېنري کرالي ویلي، دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي چې د وچکالۍ اغېزې چې میلیونونه افغانان يې بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله کړي، راکمې کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې له افغانو کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې په مرسته به په ټول هیواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت بېرته ورغول شي.

نړیوال بانک زیاته کړې، چې افغانستان د سختو او تکرارېدونکو وچکاليو تر ګواښ لاندی دی چې په وینا یې پدې هېواد کې اقتصادي وده او ثبات ټکنی کوي.

سرچینه وايي، طبيعي ناورینونه د کليوالي افغانانو د بېځايه کېدنې، بېوزلۍ او لوږې سبب شوي چې د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی.

د یادونې ده، چې د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیونه ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیونه ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د انعطاف د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیونه ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي