۰
د امریکا دفاع وزیر:

افغانستان کې د یوې سیاسي حل لارې لپاره کار کوو، خو دا به له ناټو سره په ګډه وي

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۷
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین ویلي، امریکا غواړي، اوس مهال په ټولو هغو هېوادونو کې چې هلته ښکېل ده له ډیپلماسۍ کار واخلي.
افغانستان کې د یوې سیاسي حل لارې لپاره کار کوو، خو دا به له ناټو سره په ګډه وي
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین ویلي، امریکا غواړي، اوس مهال په ټولو هغو هېوادونو کې چې هلته ښکېل ده له ډیپلماسۍ کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له واشګټن پوست ورځپانې د اسټین له قوله ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې هم د یو سیاسي حل لپاره کار وکړي، تر څو یاد هېواد بېرته د ترهګرو په امن ځای بدل نه ‌شي.

خو په ورته وخت کې اسټین په یوه ټوېټ کې ټینګار کړی، چې امریکا چې هره پرېکړه کوي، هغه به له ناټو سره په ګډه کوي.

نوموړي ویلي، امریکا له ناټو پرته ټول مسوولیتونه په یواځې ځان نه ‌شي ترسره کولای، نو ځکه خو چمتو ده چې له خپلو همکارانو سره یو ځای د ګټو او ارزښتونو ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

ده زیاته کړې، چې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې د امریکا پیغام ښکاره دی او هغه دا چې موږ باید په ګډه سلا وکړو، په ګډه پرېکړې وکړو او په ګډه عمل وکړو.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، د امنیت ټینګښت یو ګډ مسوولیت دی، په دې موخه د یو ځواک رامنځته کېدل زموږ د شریکانو او همکارانو پورې تړاو لري او موږ باید په دې برخه کې د سختو او لازمو خبرو تر سره کېدو څخه ډار ونه ‌لرو.

دا په داسې حال کې ده، چې نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه د ناټو دفاع وزیران غونده لري او په کې به د افغانستان په اړه هم مهمه پرېکړه وشي.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونده کې به د افغانستان په اړه د یاد سازمان مهمه پرېکړه دا وي، چې سرتېري له افغانستان څخه وباسي او که یې پرېږدي.

خو وړاندې ناټو چارواکو ویلي، طالبانو د دوحې په ژمنو عمل نه دی کړی او دغه کار له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو د ایستلو موضوع پېچلې کړې ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت کړکېچ دی او ښايي بهرني ځواکونه د ملي تر وروستۍ نېټې پورې له افغانستان څخه ونوځي.

د هغه په وینا د ناټو هېڅ غړی هېواد نه غواړي، چې سرتېري یې تل په افغانستان کې پاتې شي، خو په وینا یې دا اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړي، چې دغه سازمان به د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه وکړي او په یوه مناسب وخت کې به له افغانستان څخه ووځي.

که څه هم نوموړي نه دي ویلي، چې مناسب وخت به څه وي، خو له طالبانو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، جګړه ودروي، د سولې خبرې پیل کړي، له القاعده سره اړیکې پرېکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي