۰

دفاع وزرات: پکتیا کې د طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیول شوی

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي شبکې د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: پکتیا کې د طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیول شوی
ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي شبکې د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه طالب غړی تېره شپه د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدل چې په انجیر مشهور او د طالبانو د استخباراتو یو مهم او کلیدي غړی دی، د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
 
دفاع وزارت وايي، نیول شوي، کس په ګڼو ترهګریزه بریدونو او په ځانګړي ډول ګردېز کې موټر بم برید کې لاس درلود.

ملي دفاع وزارت دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې یو موټر سایکل، ۳ ریموټ کنټرول ماینونه او یو شمېر استخباراتي پاڼې هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي