۰
د ملا برادر لیک ته د امرالله صالح غبرګون:

که مو د اکثریت ادعا خیالي او د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو مدرسو ورهاخوا نه وي، ولې له ټاکنو وېره لرۍ؟

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د مرستیال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغه سرخلاصي لیک ته، چې تازه یې د امریکا ولس ته لېږلي غبرګون ښودلی دی.
که مو د اکثریت ادعا خیالي او د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو مدرسو ورهاخوا نه وي، ولې له ټاکنو وېره لرۍ؟
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د مرستیال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغه سرخلاصي لیک ته، چې تازه یې د امریکا ولس ته لېږلي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملابرادر دغه لیک پرون د طالبانو په وېب پاڼه هم خپور شوی او په کې ویلي یې دي، چې د افغانستان د ستونزې ښه حل لا سیاسي او خبرې اترې دي.

په دغه لیک کې له امریکا غوښتل شوي، چې د دوحې کړې هوکړه عملي
امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي«که طالبانو د اکثریت ادعا خیالي او د پاکستان تر حمایت لاندې د څو مدرسو څخه زیات نه وي، نو دا ډله ولې له ټاکنو وېرېږي، ولې د دې ډلې په په قاموس کې د ټاکنو او ملي اجماع یادونه نه کېږي او اوس هم نشته.»
کړي په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې دا هېواد هغه موافقه بشپړه عملي کړي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ مه دواړو لورو د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړې ده.

ملا براد په دغه لیک کې زیاته کړې، اوس چې د دوحې پر موافقې یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه مو غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې موافقې پوره پلې کېدو ته ژمن پاتې شي.

د طالبانو مرستیال مشر ټینګار کړي، چې دا د ټولو اړخونو مسولیت او په ګټه یې ده چې دغه جګړه پای ته ورسول شي.

دوی په دغه لیک کې ویلي، چې د افغانستان اکثریت له طالبانو سره دی او اکثریت خلک طالبان غواړي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د اکثریت ادعا ته په غبرګون کې ویلي، چې که  د طالبانو د اکثریت ادعا خیالي او د پاکستان تر حمایت لاندې نه وي، ولې له ټاکنو وېره لري.

امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي«که طالبانو د اکثریت ادعا خیالي او د پاکستان تر حمایت
صالح ویلي«د خلکو وژل، لار نیونه، باج اخیستنه، د اقتصادي بنسټونو ورانۍ او په پاکستان کې د پټنځایونو لرل د سیاسي ځواک مانا نه ورکوي، هغه ځواک چې په خلکو کې ځای ولري د خلکو عام وژنه نه کوي، خلک نه وهي، له ایفون تلېفون څخه وېره نه لري، پوهېږۍ طالبان ولې له ایفون او بل هر ټچ تلېفون څخه وېره لري؟ ځکه چې دوی د خلکو لپاره د خپرولو وړ ځکه نه لري، بلکې وېره لري، چې خلک د دوی ویډیوګانې ډېرې نشر نه کړي او رسوا نه شي.»
لاندې د څو مدرسو څخه زیات نه وي، نو دا ډله ولې له ټاکنو وېرېږي، ولې د دې ډلې په په قاموس کې د ټاکنو او ملي اجماع یادونه نه کېږي او اوس هم نشته.»

د ښاغلي صالح په وینا طالب له سیاسي لید لوري ماته خوړلې، ځکه د سیاسي لید لوري له مخې دغه ډله له کلي ګویۍ او وروسته له وژنو پرته خلکو ته څه نه لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړي، چې د دوحې د مذاکراتو نا سمه کړنلارې دوی ته دا فضا برابره کړې، چې د افغانستان د خلکو د لسګونه کلونو مبارزه او قربانۍ په یوه کلیمه کې خلاصه کړي.

نوموړي ویلي، چې د سلطې، کودتا، طالبي دسیسې وخت نور تېر شوی، که چېرې هر څه د عامې لارې نه وي، سوله او ثبات نه شي راتلای.

صالح ویلي«د خلکو وژل، لار نیونه، باج اخیستنه، د اقتصادي بنسټونو ورانۍ او په پاکستان کې د پټنځایونو لرل د سیاسي ځواک مانا نه ورکوي، هغه ځواک چې په خلکو کې ځای ولري د خلکو عام وژنه نه کوي، خلک نه وهي، له ایفون تلېفون څخه وېره نه لري، پوهېږۍ طالبان ولې له ایفون او بل هر ټچ تلېفون څخه وېره لري؟ ځکه چې دوی د خلکو لپاره د خپرولو وړ ځکه نه لري، بلکې وېره لري، چې خلک د دوی ویډیوګانې ډېرې نشر نه کړي او رسوا نه شي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ویلي، چې د طالبانو په تازه لیک کې څه نوي نه تر سترګو کېږي، بلکې ټول ګواښ او تاوتریخوالی دی، خو په بېلا بېلو الفاظو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي