راپورنه وايي، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د دوه چاودنو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۲۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړی پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده.
راپورنه زیاتوي، چې چاودېدونکي توکي د برېښنا په یوه پای کې اېښودل شوي و، چې د چاودنې له امله یې دوه کسان وژل شوي و د اردو د درې سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دویمه چاودنه نن پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه سهار د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په لنډکروز موتر شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون کابل کې هم پنځه ماین چاودنو د پنځمې امنیتي حوزې د امر محمد زي کوچي په ګدون څو تنه و وژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل