۰

هرات کې موټر بم برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري

پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د افغان پوځ پر یوه پوسته موټر بم برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هرات کې موټر بم برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د افغان پوځ پر یوه پوسته موټر بم برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، دغه برید تېره شپه(دسلواغې ۲۲مه) د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، له چاودېدونکو توکو ټک ټونس موټر په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې پوستې ته تر رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.

دی وايي، برید طالبانو کړی خو هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي