د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا د طالبانو له مرکچي پلاوي غوښتي، چې بېرته د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کوبیا پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سولې راتګ او د افغانستان د خلکو ارزوګانې د مذاکراتو له لارې د افغانانو سره امکان لري.
نوموړي د طالب پلاوي وروستیو سفرونو ته په اشارې زیاته کړې، چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه نه شي کولی بشپړ حاکمیت تر لاسه کړ او دغه راز د بهرنیو له نفوذ څخه څه کم کړي.
د یادونې ده، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د سیمې ځینې هېوادونو ته د طالب پلاوي سفرونو ته په اشارې د سه شنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان ستونزه بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو او پټو خبرو نه حل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي هم ویلي، که طلبان غواړي ثابته کړي، چې له تېر سره یې توپیر کړی او په رښتیا سولې ته ژمن وي، باید د خبرو میز ته کېني او جګړه ودوري.
د یادونې ده، چې له یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پیل شوی خو دا درې اونۍ کېږي، چې طالبانو د مذاکراتو مېز پریښی او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل