۰

هلمند کې د طالبانو زندان مات او څلور بندیان ترې راخوي شوي دي

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو او ملي امنیت ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي او دغه زندان یې مات کړی دی.
هلمند کې د طالبانو زندان مات او څلور بندیان ترې راخوي شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو او ملي امنیت ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي او دغه زندان یې مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په پسآب کلي کې د طالبانو پر زندان عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او څلور تنه ملکي وګړي ترې راخوشي شوي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او طالبانو هم څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه میاشت کې کابو د طالبانو ۵ زندان دی، چې د افغان ځواکونو له خوا ماتېږي او لسګونه زندانیان چې ملکي او نظامي وګړي دي ترې راخوشي کېږي.

څو ورځې وړاندې کمانډو ځواکونو لوګر کې هم د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۸ ملکي او نظامي وګړي راخوشي کړي وو.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د کندهار په ارغنداب کې د طالبانو مخکښ قوماندان ملا احمد چې په هوايي برید کې ټپي شوی و، تېره ورځ د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

دفاع وزارت وايي، ملا احمد په کندهار او هلمند کې طالبان رهبري کول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي