جرمني:

له افغانستان مو د ځواکونو وتل په سولې پورې تړلي دي

15 دلو 1399 ساعت 8:21

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پرمختګ سره وتړل شي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پرمختګ سره وتړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د دې پر ځای چې د پوځیانو ایستل د فبرورۍ د ۲۹ مې نېټې له موافقې سره وتړل شي ښه ده، چې د سولې سره مشروط وتړل شي.

هیکو ماس له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اپریل تر پایه پورې د سولې خبرې نتیجې ته نه شي رسېدلی او که چېرې پوځیان وایستل شي ګواښونه به زیات شي.

هغه Die Zeitاوونیزې او درو ورځپاڼو سره په خبرو کې وویل«زموږ بېره دا ده چې که پوځیان وایستل شي طالبان به د سولې له خبرو ووځي او د پوځي حللارې هڅه به ډېره کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوی نظر دا دی، چې باید دواړه پروسې (د بهرنیو پوځیانو وتل د سولې له خبرو) سره وتړل شي.

نوموړی وايي، دوی نه غواړي چې د اپریل تر پایه باید خامخا ځواکونه وایستل شي بلکې د ځواکونو ایستل له دې سره تړو چې کله د سولې خبرې بریالۍ شي، بیا د پوځیانو د وتلو وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وړمه ورځ په ایران کې ویلي، که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به بېرته برې حملې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com