سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه غرمه مهال ۱۱ بجې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، هاوان د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو توغول شوي و، چې د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د هاوان د دغه دوه مرمیو د لګېدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، د هاوان مرمیو د لګېدو له امله یو شمېر دوکانونو ته هم زیان رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: فاریاب