اروپايي ټولنه:

طالبان فرصت لري، چې د بایډن ادارې ته وښيي، چې واقعي سولې ته ژمن دي

12 دلو 1399 ساعت 9:28

اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې به روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي دوام یې د نه منلو وړ وباله.


اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې به روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي دوام یې د نه منلو وړ وباله.

د جمهور آژانس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وايي، افغان وژنه دې فورآ ودرول شي او له جګړو باید لاس واخستل شي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، چې که د جګړې ښکېل لوري د اوربند له کلیمي سره موافق نه وي باید دا کلیمه تغیر کړي او پرېکون، د تاوتریخوالی کمول، قانوني مهلت او یا هم د سکوت دوره ونوموي.

ده طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې دغه ډله یو فرصت لري، چې د بایډن له ادارې سره د رښتینې او واقعي سولې لپاره ژمنتیا وښيي.

اروپايي ټولنه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې لوړ پوړو امریکایي چارواکو ویلي، دوی له طالبانو سره کړې هوکړه له سره ارزوي.

امریکايي رسنیو دا راپورونه هم ورکړي، چې بایډن ته ویل شوي، چې دغه تړون ناسم و او په وینا یې که چېرته دغه تړون بایډن ته ناسم وبرښي، ښايي شاتګ ترې وکړي او لغوه یې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135976

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135976/

جمهور
  https://www.jomhornews.com