د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، موقت حکومت د پردیو اجنډا او د پردیو مداخلو ته د دایمي فرصت معنا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې وروسته تر هغې کېږي، چې طالبانو د ولسمشر د استعفا غوښتنه کړې او ځینو سیاسیونو هم د موقت حکومت آوازه ګرمه ساتلې ده.
ښاغلي محب نن شنبې د سلواغې ۱۱ مه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نور دلته «افغانستان» کې د هېڅ پردۍ اجندا تطبیق ته د اجرا موقع نشته ده.
نوموړي زیاته کړې، اوس مهال افغان ولس د ولسوالۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوه شوی دی او نور دلته د پردۍ اجندا تطبیق ته موقع نشته ده.
ښاغلي محب د موقت حکومت په اړه لیکلي، چې موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري.
ده ویلي که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتل و.
د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړې«هغوی (طالبانو) د سولې له مذاکرې سره هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې زموږ ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی. نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.»
د یادونې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
ښاغلي غني د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې په خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي دي چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي، خو ارک وايي قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.
په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل