ننګرهار کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید ۱۴ سرتېري وژلي

11 دلو 1399 ساعت 8:39

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د عامه نظم ساتنې سرتېرو په یوه قرارګاه موټر بم برید شوی او ۱۸ سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د عامه نظم ساتنې سرتېرو په یوه قرارګاه موټر بم برید شوی او ۱۸ سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن شنبې د سلواغې ۱۱ مه د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ ګندمک سیمه کې د عامه نظم ساتنې په یوه قرار ګاه شوې ده.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر برید  د اېم بي نظامي موټر په واسطه شوي، چې په کې ۸ سرتېري وژل شوي دي.

خو یوې بلې حکومتي سرچینې ویلي، په دغه پېښه کې د عامه نظم قرارګاه ویجاړه شوې او څوارلس سرتیري پکې وژل شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر هم تاییدوي، چې برید د افغان ځواکونو د هغه «ایم بي» موټر نه په استفادې شوې چې تېرو وختونو کې په جګړه کې طالبانو نیولی او بیولی و.

نوموړی زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې د عامه نظم څوارلس سرتیري وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.

د شورا مرستیال دا هم وايي، له چاودېدونکو موادو یو بل ډک مازاد موټر چې غوښتل یې په سیمه کې پر یوې بلې امنیتي پوستې چاودنه وکړي، خو امنیتي ځواکونو نیولی دی.

وسله والو طالبانو د یاد موټر بم د مسؤلیت په اخیستلو سره په دغه چاودنه کې تر ۵۰ پوري د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 135935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com