ولسمشرغني:

موقت حکومت ناکام او د وینو بهېدو لامل کېږي

11 دلو 1399 ساعت 8:14

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ ته کېدل یوه ناکامه تجربه ده او د وینې بهېدو لامل به شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ ته کېدل یوه ناکامه تجربه ده او د وینې بهېدو لامل به شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون جمعه د سلواغې ۱۰ مه د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویډیويي کنفرانس له لراې کړې دي.

نوموړي نویمو کلونو  ته په اشارې سره و ویل، چې د موقت حکومت طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومته د کورنیو جګړو او وینې توېدو لامل شوې دي.

ښاغلي غنی پر طالبانو نیوکه وکړه، چې سوله نه کوي، بلکې پلمې لټوي او زیاته یې کړه«د طالبانو قومندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده، د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.»

دی وايي، طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړی، چې باید عملي شي او امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي، هره ترهګره ډله به دغه راولېږدي.

ښاغلي غني ویلي، افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې خشونت ختم کړي، اماده دی او طالبان هم باید اماده وي.

افغان ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې  و ویل که طالبان دا فکر کوي چې د تاوتریخوالي له لارې به بریالي شي امکان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي دي چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي،‌ خو ارک وايي قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com