۰

ننګرهار کې د داعش د ښاري شبکې او ماین جوړونې مسوول نیول شوی دی

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د ښاري شبکې مسوول او ماین جوړونکی نیولی دی.
ننګرهار کې د داعش د ښاري شبکې او ماین جوړونې مسوول نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د ښاري شبکې مسوول او ماین جوړونکی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه کور عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې له دې کور څخه د داعش د ښاري شبکې مسوول او ماین جوړونکی عبدالصمد نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل وشي، چې له عبدالصمد سره درې کیلوګرامه چاودندونکي توکي، يو ميل بريټا تومانچه، دوه شاژورونه، نهه عدده د ماين فيوزونه، پنځه متره لين او څلور سيټه مبايلونه هم نيول شوي دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو ننګرهار کې هغه رېکشا چلونکی نیولی و، چې په موټرو پسې یې مقناطسي ماینونه نښلول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي