سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو کس پر خپل پلار او یوه قومي مشر ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۸ مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وايي، په دغه ولسوالۍ کې د شیخ احمد په نوم یو کس خپل پلار سید خلیفه سید نور او یو بل قومي مشر عبدالستار په ډزو وژلي دي.
نوموړي د پېښې د علت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، بریدګر له برید وروسته له سیمې څخه تښتېدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه د هرات ښار نوآباد سیمه کې یو بل قومي مشر او دیني عالم هم ناپېژانده وسله والو کسانو په ډژو وژلی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل