۰

افغان ځواکونو لوګر کې د طالبانو له زندان ۲۲ تنه راخوشي کړي دي

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.
افغان ځواکونو لوګر کې د طالبانو له زندان ۲۲ تنه راخوشي کړي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو پر زندان عملیات تېره شپه تر سره شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان کمانډو ځواکونو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر دغه زندان عملیات کړي او ۲۲ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په راخوشي شویو کسانو کې ۷ تنه افغان سرتېري او ۱۵ تنه ملکي وګړي دي.

دفاع وزارت وايي، د عملیاتو پر مهال درې وسله وال طالبان هم له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت څو ورځې وړاندې هم هلمند کې د طالبانو له زندانونو د ۳۵ تنو د راخوشي کولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي