د افغانستان لپاره د روسیې، المان او ایران ځانګړو استازو د افغان سولې او په هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان پرون له خپلو روسي او الماني سیالانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې خبرې تر ډېره د تاوتریخوالي پر کمېدو راڅرخېدې او درې واړو ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړی شي او د سولې لپاره د کوټلي ګامونو واخیستل شي.
ایراني رسنیو ویلي درې واړه هېوادونو ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او دې ته لېواله دي، چې افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.
د افغانستان لپاره د روسیې، المان او ایران ځانګړي استازي پر داسې مهال په افغان سوله خبرې کوي، چې له یوې خوا دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې او له بلې خوا یو طالب پلاوی هم ایران ته تللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل