۰
د امریکا د خزانې وزارت:

القاعده افغانستان کې د ودې په حال کې ده، طالبان ورسره اړیکه نه ده پرېکړې

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
لانګ ور ژورنال د امریکا د خزاني وزارت د یوه راپور پر اساس ویلي، چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې په حال کې ده او طالبانو ورسره اړیکې نه دي پرېکړې.
القاعده افغانستان کې د ودې په حال کې ده، طالبان ورسره اړیکه نه ده پرېکړې
لانګ ور ژورنال د امریکا د خزاني وزارت د یوه راپور پر اساس ویلي، چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې په حال کې ده او طالبانو ورسره اړیکې نه دي پرېکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لانګ ور ژورنال چې د امریکا د خزانې وزارت دغه راپور ته لاس رسی پیدا کړی ویلي یې دي، چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو په اړه معلومات راټول کړي دي.

سرچینه وايي، طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکې لري او د دغه شبکې روزونکي د طالبانو وسله والو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي.

په دغه راپور کې امریکا اندېښنه ښودلې چې دغه ډله په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه هېڅ داسې نښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې القاعده او حقاني شبکې د ځانګړو او ګډو وسله والو ډلو پر جوړولو هم کار کړی دی او دغه ډله هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

لانګ ور ژورنال لیکي چې القاعده شبکه د طالبانو تر چتر لاندې د چټکې ودې په حال کې ده او باید په دې اړه بې پروايي و نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره تر کړي تړون وروسته په وار وار ویلي، چې دوی له هېڅ بهرنۍ ترهګرۍ ډلې سره اړیکې نه لري او نه هم کومې ډلې ته اجازه ورکوي، چې افغانستان کې فعالیت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي