۰

امریکا د طالبانو ته امتیازات نه ورکوي، پر پاکستان د فشار راوړي

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د ملي امنت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، امریکا دې افغانستان کې د واقعي سولې لپاره طالبانو ته د امتیازاتو پر ځای دې پر پاکستان فشار ډېر کړي.
امریکا د طالبانو ته امتیازات نه ورکوي، پر پاکستان د فشار راوړي
د ملي امنت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، امریکا دې افغانستان کې د واقعي سولې لپاره طالبانو ته د امتیازاتو پر ځای دې پر پاکستان فشار ډېر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري چې هر څه د طالبانو او امریکا په ګټه روان دي.

نوموړي ټينګار کړي، چې امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازات نه ورکوي او دغه ډله دې اړ کړي چې جګړې ختمې کړي.

د ښاغلي نبیل په وینا د دایمي سولې د راتګ لپاره باید تر هر څه مخکې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه له منځه وړل شوي او پر دغه ډله دې مالي سرچینې وچې کړل شوې وای هغه مهال افغانستان ته دایمي سوله راتلی شوی.

دی وايي، د دوحې په هوکړه کې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونو ته هېڅ راز اشاره نه ده شوې چې دا به د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس تمه ښودلې چې د امریکا نوی حکومت پر پاکستان فشار راولي او دغه هېواد مجبور کړي چې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي