۰

کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر چاودنه شوې

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.
کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه سهار وختي پنځه بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا ابدالي د شرکت په ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر شوې ده.

دغه بس موټر له کابل څخه نیمروز ته هغه مسافر لېږدول چې ایران ته د مزدورۍ لپاره روان و، خو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

د میوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبیدالله وايي، وسله والو طالبانو تازه دغه ماین په خامه سړک کې ځای پر ځای کړی و، چې ولسي وګړي یې ښکار شول.

د هغه په وینا د طالبانو د ګواښونو له کبله د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې موټر له عمومي سړک څخه خامې ته ښته کېږي او ځي، چې ننۍ پېښه هم د همدې له امله وشوه.

ولسوال وایي، د دوی لومړني معلومات ښيي، چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپيان شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی.

بل خوا د احمدشاه بابا ابدالي شرکت مسوولین وایي، موټر د دوی د شرکت و او له کابل څخه یې نیمروز ته مسافر لېږدول چې چاودنه پرې شوې.

دی وايي، چې د پېښې قربانیان دغه شرکت په شخصي لګښت تر روغتون پورې رسولي، خو دا چې څو کسان دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي