۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

 طالبانو سولې ته هېڅ نیت نه لري، خپله یې اقرار کړی چې خپلواک نه دي

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، طالبان سولې ته هېڅ نیت نه لري ځکه په وینا یې هغوی خپله اقرار کړی، چې خپلواک نه دي.
 طالبانو سولې ته هېڅ نیت نه لري، خپله یې اقرار کړی چې خپلواک نه دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، طالبان سولې ته هېڅ نیت نه لري ځکه په وینا یې هغوی خپله اقرار کړی، چې خپلواک نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس سره یو ځای د ځانګړو ځواکونو قول اردو کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغان حکومت سولې ته خپله ژمنتیا او کلکه اراده ښودلې، خو طالبانو د سولې لپاره هېڅ عملي ګامونه نه دي اخیستي.

ښاغلي محب ویلي، چې افغان حکومت د سولې په پار ۶ زره طالب بندیان آزاد کړل خو طالبانو کړې ژمنه چې تاوتریخوالی به کموي نه یوازې عملي کړې نه ده، بلکې د تاوتریخوالي زیاتېدو ترڅنګ افغان ځواکونه هدف وګرځول او عام المنفعه تاسیسات یې هم تخریب کړل.

ده و ویل«خپلو حملو ته یې دوام ورکړ، زموږ پر ښارونو او ولسوالیو باندې حملې وکړې، ثابته یې کړه چې د سولې نیت نه لري، هغوی یو تروریستي ګروپ دی. طالب استازو د سولې مذاکراتو کې روښانه کړل چې دوی خپلواکي نه لري. ​زموږ ټېم ته یې ویلي چې دوی خپلواک نه دي.»

د ملي امنیت شورا سلاکار که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو په وینا یې د طالبانو واک د هغه هېواد سره دی، په کوم کې، چې د هغوی (طالبانو) کورونه دي.

دی وايي، د ټولو ولایتونو امنیتي مسؤلینو ته یې هدایت کړی که چېري هغوی (طالبان) کوم شوم پلان ولري ټینګ ځواب دي ورکړي.

ښاغلي محب و ویل«نو پر موږ باندې هم دا فرض ده چې قوي امادګي ونیسو چې د دوی هر شوم هدف ته په ټینګ موشت( بوکس) ځواب ورکړو...که چیري طالبان دا فکر کوي یوازي دوی پر دې هېواد حق لري لویه تېروتنه کوي.»

هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې که طالبان رښتیا سوله غواړي او کوي یې افغان حکومت سولې ته چمتو دی او په دې اړه ملي اجماع هم شتون لري.

غونډه کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي و ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه سولې ته ژمن دي، خو وايي که طالبانو د جګړې لار انتخاب کړي افغان ځواکونه د هیواد دفاع ته چمتو دي.

نوموړي و ویل«که چیري د افغانستان دخلکو دښمنان او طالبان د جګړې لار انتخاب کړي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي.»

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج هم وویل چې طالبانو د سولې له غوښتنې سره مخالفت کړی دی او په وینا یې چې د بهانو په جوړولو سره وخت ضایع کوي.

افغان امنیتي چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره میلادي میاشت دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پيل شوي خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي