۰
جرمني:

ناټو ځواکونه باید په مشروط ډول ووځي او طالبان باید اوربند وکړي

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ټينګار کړی، چې ناټو ځواکونه د افغانستان شرایطو ته په کتو باید په مشروط ډول له دغه هېواد څخه ووځي.
ناټو ځواکونه باید په مشروط ډول ووځي او طالبان باید اوربند وکړي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ټينګار کړی، چې ناټو ځواکونه د افغانستان شرایطو ته په کتو باید په مشروط ډول له دغه هېواد څخه ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ماس دغه څرګندونې له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره تلېفوني خبرو کې کړې دي.

نوموړي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او خبرو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې په روان تاوتریخوالي اندېښه او خواشني ښودلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرهایکو ماس، ویلي، چې دوی ته په افغانستان کې اوسنی بد امنیتي وضیعت، هدفي وژنې او تاوتریخوالي ورته د منلو نه دي.

د افغان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ماس له قوله ویل شوي، چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د دوحې د تړون له مخې باید هر اړخیزه اوربند وکړي.

سرچنیه زیاتوي، دواړو لوریو همدارنګه ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل باید په مسؤولانه ډول وي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د ناټو سازمان له غړو هېوادونو سره به کار وکړي، ترڅو په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړی.

د یادونې ده، چې ماس وړاندې هم ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید په مشروطه بڼه کم شي او د تیرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره باید هیڅکله عاجلې او تیزې پریکړې ونشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي