۰

دفاع وزارت: کندهار او فراه کې کابو ۵۰ طالبان وژل شوي

یکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
ملي دفاع وزارت په کندهار او فراه ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د کابو ۵۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: کندهار او فراه کې کابو ۵۰ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت په کندهار او فراه ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د کابو ۵۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبان د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې راټول شوي و او پر امنیتي پوستو یې د برید پلان درلود.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې ۳۸ طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې د طالبانو ۱۳ میله وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې، پنځه پټنځایونه، دوه خځې او یوه اندازه سپکې او درندې وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

دغه راز ملي دفاع وزارت ویلي په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا اېښودل شوي ۱۷ کړۍ ماینونه هم د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا کشف او شنډ کړی شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت ویلي، طالبانو پرون د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستو د برید تابیا کړې وه، چې افغان هوایي ځواک پرې برید وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه هوايي برید کې ۸ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي