۰

ولسمشر غني د مالیې وزیر له دندې لرې کړ

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په صادرولو سره د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لرې او پر ځای یې محمد خالد پاینده د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.
ولسمشر غني د مالیې وزیر له دندې لرې کړ
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په صادرولو سره د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لرې او پر ځای یې محمد خالد پاینده د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ په حکم کې د ښاغلي ارغندیوال د لرې کېدو لاملونه، د مالیې په راټولوو کې ناغېړي، د غیر قانوني ګومارنو د پلټونکي پلاوي سره نه همکاري او د هغو مخینوی، مدیریتي کمزورتیا، د حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د اساسي قانون د ۷۷  مادې له مراعات کول او له ولسمشرۍ ماڼۍ له حکم څخه سرغړونه په ګوته کړې دي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ مې فقرې په اساس د ښاغلي ارغندیوال د لرې کېدل او پر ځای یې د محمد خالد پاینده د سرپرست وزیر کېدل منظوروي.

د عبدالهادي ارغندیوال په لرې کېدو سره چې کابو میاشت وړاندې یې له ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړې وه یو بل وزارت هم سرپرست ته وسپارل شو.

د ارغندیوال په لرې کېدو سره دا شپږم وزارت شو، چې د سرپرست وزیر له خوا اداره کېږي.

تر دې وړاندې ښاغلي غني د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني هم چې د ولسي جرګې یې د باور رایه اخیستې وه له دندې لرې او دغه وزارت یې سرپرست وزیر ته وسپاره.

دغه راز د پوهنې، ښځو چارو، د کلیو پراختیا او اطلاعاتو او کلتور هغه وزارتونه دي، چې نوماندانو یې له ولسي جرګې رایه تر لاسه نه کړه او تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي