۰
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې کلک ملاتړ کوو

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان آل سعود وايي، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې او ثبات د تینګېدو غوښتونکی دی.
افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې کلک ملاتړ کوو
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان آل سعود وايي، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې او ثبات د تینګېدو غوښتونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي وزیر دغه څرګندونې له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره چې دغه هېواد ته په درې ورځي سفر ورغلی وو، لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي اتمر له خپل سعودي سیال سره، د افغانستان پر سوله، سیمې په امنیت، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړې دي.

نوموړي و ویل، چې افغانستان له سعودي عربستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د نوي فصل د پرانستو غوښتونکی دی او ترهګري هغه پدیده ده، چې افغانستان، سیمه او اسلامي ټولنه ګواښي.

په ورته وخت د سعودې د بهرنیو چارو وزیر خپلو خبرو کې و ویل، چې دوی هم له افغانستان سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

فرحان آل سعود په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او دغه جګړې د تحریم په برخه کې د اسلامي علماو رول مهم وباله او دا یې د افغانستان د سیاسي ژوند لپاره یو حیاتي امر وباله.

نوموړي زیاته کړه، چې ترهګري یو ګډ خطر دی، چې پر وړاندې یې باید په ګډه کار او مبارزه وشي.

هغه د سعودي عربستان د بېلا بېلو ادارو او سکتورونو له مسوولینو سره د ښاغلي اتمر په لیدونو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد یې په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.

بل خوا ښاغلي اتمر په دې سفر کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر ماجد بن عبدالله القصبي سره هم لیدلي او د دواړو هېواد تر منځ په سوداګریزه اړیکو، اقتصادي چوکاټ په رامنځ ته کېدو، پانګونې، او سعودي ته د افغان کارګرانو په لېږلو هم خبرې کړې دي.

دغه راز دواړو لورو سعودي عربستان ته د افغان صادراتو په پراختیا هم خبرې شوې او ښاغلي اتمر له سعودي وزیر نه غوښتي، چې په دې برخه کې د ستونزو لرې کولو په برخه کې په ګډه کار ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي