۰

سولیوان له محب سره خبرې کړې، د طالبانو سره تړون بیا کتل کېږي

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره تلېفوني خبرې کړې دي.
سولیوان له محب سره خبرې کړې، د طالبانو سره تړون بیا کتل کېږي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب او ښاغلي سولیوان خبرې پرون جمعه د سلواغې ۳ مه د تلېفون له لارې شوې دي.

په دغه تلېفوني اړیکه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې متحده ایالتونه د امریکا – طالبانو د شوي تړون د بیا کتنې نیت لري.

د امریکا د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې د سولیوان له قوله ویل شوي، چې د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د تړون بیا کتنه به وشي.

نوموړي زیاته کړې، په دغه کتنه کې به ورازول شي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟

د سرچینې په وینا سولیوان افغان حکومت ته ډاډ ورکړي، چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتوبه دا مریکا د ملاتړ ډاډ هم ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر سولیوان وړاندې د ولسمشر بایډن د بهرنیو چارو نوماند وزیر هم ویلي و، چې له طالبانو سره د امریکا شوی تړون به و اروزل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي