افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کاناډ له لومړي وزیر جستن تروډو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي ټروډو تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د سلواغې اوله شوې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه تلېفوني اړیکه کې د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي خواشني وښوده او په ټینګار سره یې د افغان سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي ویلي، چې کاناډا په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه کلک ملاتړ کوي او غواړي، چې دا هېواد یو باثبات، خپلواکه او د خلکو په خوښه نظام ولري.
په دې تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه چې ټاکل شوې فبروۍ میاشت په بروکسل کې وشي هم خبرې وکړې.
دواړو لورو ټینګار وکړ، چې په دې کفنرانس کې باید د افغانستان په اړه همغږی او ګډ دریځ ونیول شي تر څو د سولې خبرې مطلوف هدف ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل