۰
د اسلامي همکاریو سازمان:

د افغان دولت د اوربند دریځ ملاتړ کو، باید اوربند وشي

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی وايي، تر هر څه زد باید اوربند وشي.
د افغان دولت د اوربند دریځ ملاتړ کو، باید اوربند وشي
د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی وايي، تر هر څه زد باید اوربند وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي د جګړې او تاوتریخوالي په درېدو د ټینګار تر څنګ ویلي. هر څه ژر باید په دغه افغانستان کې اوربند ټینګ او دا هېواد د خبرو اترو له لارې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي العثیمین ویلي، وژنې، جګړې او تاوتریخوالی د اسلام د روحیې خلاف دي او په وینا یې دا پیغام باید له هرې ممکنې لارې ټولې نړۍ ته ورسېږي چې اسلام د ترور او وژنو نه بلکې د یووالي او دوستۍ دین دی.

د اسلامي همکارۍ سازمان مشر زیاته کړې، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو او د جګړې د پایته رسېدو او اوربند په اړه د افغان حکومت د دریځ کلک ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي