۰
وحید عمر:

د موقت حکومت پلوي سیاسیون له خپلې غوښتنې تېر شوي دي 

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، یو شمېر هغه سیاسیون چې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو پلویانو و اوس له خپلې دغې غوښتنې تېر شوي دي.
د موقت حکومت پلوي سیاسیون له خپلې غوښتنې تېر شوي دي 
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، یو شمېر هغه سیاسیون چې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو پلویانو و اوس له خپلې دغې غوښتنې تېر شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر چې نن شنبې د سلواغې اوله کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې د سولې دویم پړاو خبرو له تودېدو سره ځینې سیاسیونو د موقت حکومت غوښتنه کوله او په لټه کې یې وو.

خو په وینا یې کله چې دغه سیاسیون د موقت حکومت په اړه د عامه افکارو تر فشار لاندې راغلل، نو دې پایلې ته ورسېدل، چې موقت حکومت د نظام د پاشل کېدو په مانا دی.

وحید عمر زیاته کړې«څو ورځې وړاندې یو شمېر سیاسیون ویل، چې دا حکومت په خیر نه دی او باید موقت حکومت رامنځ ته شي، خو دغه سیاسیون د افغانستان د نوي نسل د فشار له امله دې پایلې ته ورسېدل، چې دا بحث سم نه او د نظام د پاشل کېدو په مانا دي، د موقت حکومت رامنځ ته کول بحث و، خو اوس به دې خوښ یو، چې سیاسیون د عامه افکارو تر فشار لاندې له دې غوښتنې تېر شوي دی.»

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د سولې دویم پړاو خبرو تر پیل څو ورځې وړاندې خلیلزاد هم د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو له طرحې سره کابل ته راغلی و، خو ولسمشر غني وروسره لیدل کاته رد کړل.

خلیلزاد له یو شمېر سیاسیونو سره هم د موقت حکومت خبره مطرح کړې وه چې ځینو یې ورسره د هو سر ښورولی وو.

د موقت حکومت له غوښتونکو یو هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار و، چې څو ورځې وړاندې یې و ویل، چې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د موقت حکومت رامنځ ته کېدل.

تر هغې وروسته د ځینو سیاسیونو غونډو او ناستو پاستو کې هم د موقت حکومت خبره په خولو راګرځېده، خو کله چې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر و ویل، چې امریکا په افغانستان کې د موقت حکومت څخه ملاتړ نه کوي، د موقت حکومت غوښتونکو سیاسیونو پر لاسو سړې اوبه تویې او دغه غوښتنه یې کمرنګه شوه.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي