۰

هرات: په غلچکي برید کې ۷ پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
هرات ولایت کې پر افغان پوځیانو د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برید شوي، چې د چارواکو په وینا ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات: په غلچکي برید کې ۷ پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته
هرات ولایت کې پر افغان پوځیانو د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برید شوي، چې د چارواکو په وینا ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د سلواغې اوله د هرات ښار په پای منارها په سیمه کې د افغان پوځیانو په موټر شوی دی.
 
سیمه ییز روغتيايي چارواکي وايي، په دغه غلکچي برید کې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې ټول روغتون ته وروړل شوي دي.
 
د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده هم د پېښې پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

عیني شاهدان وایي، برید کوونکي په موټر سایکل سپاره او له برید وروسته په تېښته بریالي شول.

پر افغان پوځیانو دغه برید پر داسې مهال شوي، چې د یوې امنیتي سرچینې په وینا دندې ته روان وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هم د هرات په پل مالان سیمه کې پر امنیتي پوسته چاودنه شوې او شپږ پولیس په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي