>> جمهور - نړیوال باید د افغانانو د قتل عام د مخنیوي لپاره په ګډه لاس په کار شي
 
۰
اروپايي ټولنه.

نړیوال باید د افغانانو د قتل عام د مخنیوي لپاره په ګډه لاس په کار شي

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا پر سیمه ییزه او نړیوالو هېوادونو او سازمانو غږ کړي، چې د افغان وژنې د مخینوي لپاره لاس په کار شي.
نړیوال باید د افغانانو د قتل عام د مخنیوي لپاره په ګډه لاس په کار شي
د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا پر سیمه ییزه او نړیوالو هېوادونو او سازمانو غږ کړي، چې د افغان وژنې د مخینوي لپاره لاس په کار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوبیا دغه څرګندونې پرون سه شنبې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب سره ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

ښاغلي کوبیا یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ملکي وګړو، خبریالانو، مدني فعالانو، ملي او دولتي کارکوونکو او په ټولې د افغان ولس پر وړاندې د روان جنایت په کلکه غندنه وکړه او د سیمې له هېوادونو او نړیوالو یې هم وغوښتل، چې دغه اعمال وغندي.

نوموړي، د سیمې، نړۍ له هېوادونو او دغه راز له نړیوالو او سیمه ییزه سازمانونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د روان قتل عام د پای ته رسېدو او مخنیوي لپاره په ګډه او مخلصانه لاس په کار شي، تر څو په دغه هېواد کې تل پاتې سولې او ثبات ته لار هواره شي.

ښاغلي کوبیا د افغان سولې به برخه په ځانګړي ډول د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په برخه کې د افغان حکومت هېڅې وستایلې او له دغه پروسې سره یې د اروپايي ټولنې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال میرویس ناب ویلي، چې افغان حکومت له خپله اړخه د سولې د تحقق لپاره ستر ګامونه اخیستي، خو په خواشنۍ طالبانو لا هم تاوتریخوالي ته زور ورکړی او دا د دې ښکارندوی دي، چې د دغه ډلې په لیدلوري او ستراتېژۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

نوموړي د سولې مذاکراتو د بریالیتوب او راتلو په برخه کې د ناټوغړو هېوادونو، اروپايي ټولنې او په ټول کې د نړیوالو همکاري او مرسته مهمه وبلله او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت په ګټه وباله.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي