د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر انتوني بلېنکن وایي، د بایډن اداره به له طالبانو شوی تړون وارزوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انټوني بلېنکن چې د واک د تایید لپاره یې د امریکايي سناتورانو پوښتې ځوابولې و ویل، چې دوی د افغان جګړې پای ته رسېدل غواړي.
هغه و ویل« موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.»
نوموړي د طالبانو او امریکا د دوحې تړون په یادولو سره ویلي، چې دا تړون باید په دقیق ډول وارزول شي، چې د څه په هلکه په کې خبرې شوې دي.
ښاغلي بلېنکن زیاته کړې«باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي، زه تراوسه پره دې جزیاتو پوه نه یم.»
ده د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته په اشاره ویلي، که تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې خوندي نه شي، نو سخته ده چې د دې پروسې پایلې د دوام وړ وي.
د بایډن غوره شوی د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو-امریکا تړون کې ځینې پټو برخو باندې امریکا کې نیوکې کېږي او ویل کېږي چې له دې ډلې سره پټه هوکړه شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل