۰

اتمر سعودي ته تللی، اسلامي پراختیايي بانک د پروژو د پیلولو ژمنه کړې

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
په سعودي عربستان کې اسلامي پراختیايي بانک په افغانستان کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو د پیلولو خبر ورکړی دی.
اتمر سعودي ته تللی، اسلامي پراختیايي بانک د پروژو د پیلولو ژمنه کړې
په سعودي عربستان کې اسلامي پراختیايي بانک په افغانستان کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو د پیلولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بانک مشر بندر حجار دغه ژمنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته ورکړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته تللی او ښايي موخه یې د افغان سولې په اړه د سیمې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول وي.

ښاغلي اتمر سعودي ته د سفر په ترڅ کې هلته د اسلامي پراختیايي بانک له مشر سره کتلي او هغه ډاډ ورکړي، چې دوی به افغانستان کې لا ډېرې پراختیايي پروژې پیل کړي.

بندرحجار ویلي، دوی په افغانستان کې ګټورې پروژې بشپړې کړې او راتلونکي کې هم  لا ډېرې پراختیايي پروژې په پام کې لري.

د هغه په وینا دوی به افغانستان ته د څېړونکو یو ټيم لېږي او د دې ټيم د ارزونو پراساس به په اړینو مواردو کې پروژې پلې کوي.

په ورته کې افغان وزیر هم هیله ښودلې، چې اسلامي پراختیایي بانک په افغانستان کې د لوړو زده کړو تعلیمي سیستم، اوبو لګولو سیستم او حمل نقل په برخه کې مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي