سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې پر ملي پولیسو ماین چاودنه شوې او شپږ پولیس یې ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه ( د مرغومي ۳۰ مه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په مالان پله سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته شوې ده.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکتر محمد رفیق شېرزی وايي، د پېښې له ځایه دوی ته شپږ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، په چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د ولي زاده وايي، د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:هرات